د HIV, HBS, او HCV وایروسونو په اړه زده کړیالانو ته د عامه پوهاوي سمینار وړاندي سو


۱۴۰۰/ ثور/ ۰۷
د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو ته د هلمند ولایت د زیانونو د کمښت مرکز له لوري د تور ژړي، سپین ژړي او ایډز وایروسونو په اړه د عامه پوهاوي سمینار د دې مؤسسې په همکاری وړاندي سو.
د یاد مرکز د عامه پوهاوي عمومي مسؤل ډاکتر محیب الله ځلاند د یادو وایروسونو په اړه پوره معلومات وړاندي کړل او له دې وایروسونو نه د خلاصون لاري یې هم روښانه کړې.
ډاکتر ځلاند وویل: اچ آی وي یوډول وایروس دی چي د بدن د فاعي سیسټم کمزوری کوي او د ایډز لامل کیږي، او ویې ویل چي ایډز بیا یو کسبي سندروم دی چي اچ آی وي په وسیله د بدن د دفاعي سیسټم د ویجاړيدو له کبله منځ ته راځي.
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه خپلو محصلینو ته نور د عامه پوهاوي پروګرامونه هم لري چي په خپل وار سره به تر سره سي.
په درنښت.
د نشراتو مدیریت.