سيرت النبي سيالۍ آزموينه واخيستل سوه!

                                        ۱۴۰۲/۱۲/۲۵ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د هلمند په کچه د سيرت النبي عمومي سيالۍ واخيستل سوه.

پدې آزموينه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، د ارشاد او دعوت آمر ښاغلي حافظ مولوي نيک محمد مستغفر، د دعوت او ارشاد بورډ او د آزمويني کميټې غړو تر څنګ د مؤسسې علمي او اداري غړو ګډون درلود.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د ارشاد او دعوت آمر ښاغلي حافظ مولوي نيک محمد مستغفر له لوري ټولو ګډونوالو ته سيرت النبي د لوستني پر اهميت او د سيالۍ په لاره اچوني باندي خبري وکړې.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست وويل سو، هغه د يادې پروسې او په موسسه کي د نورو علمي پروګرامونو اړوند ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل، هغه د سيالۍ ګډون کوونکو ته د آزمويني پايلو پر اعلان او ډالۍ ويش هم مالومات وړاندي کړل.

د يادوني وړ ده، چي ددې سيالۍ پايلې به د حمل پر (۷) نيټه، چي د رمضان مبارکي مياشتي (۱۶) نيټې سره سمون لري؛ انشاالله اعلانيږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه