علمي او اداري کاري غړو ته د کلني پلان او راپور جوړولو اړوند ورکشاپ وړاندي سو!


۱۴۰۲/۱۲/۱۹ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي او اداري کاري غړو ته د کلني پلان او راپور جوړولو اړوند ورکشاپ وړاندي سو.

ياد ورکشاپ کښي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، مالي اداري مرستيال ښاغلي انجنير محمد اسماعيل ظاهر، محصلانو چارو مرستيال ښاغلي حافظ عبدالولي رازقي، پوهنځی رئيسانو، اداري آمرينو، تدريسي مديرانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.
دا ورکشاپ د مسلکي پراختيا آمريت په همکاري چمتو او د مالي او اداري مرستيال ښاغلي انجنير محمد اسماعيل ظاهر له لوري وړاندي سو، چي موخه ترې د کارکوونکو ظرفيت لوړونه وه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه