زده کړيالانو ته د حسنه اخلاقو اړوند د عامه پوهاوي مالوماتي سمينار وړاندي سو!

                                          ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې زده کړیالانو ته د حسنه (نيک او غوره) اخلاقو اړوند د عامه پوهاوي مالوماتي سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پراختيا آمريت په همکاري او د دعوت ارشاد مدير ښاغلي مولوي نيک محمد مستغفر له لوري وړاندي سو.
پدې سمينار کي زده کړيالانو ته د ټولګيوالو، کورنۍ غړو، دوستانو، ملګرو او په ټولني کي د وګړو سره پر حسنه اخلاقو باندي د عامه پوهاوي مالومات وړاندي سول.

په دغه سمينار کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو ګډون کړی و.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه