جديد الشمول محصلينو ته د پوهنتون پيژندني اړوند د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو!


۱۴۰۲/۱۱/۲۸ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د (۱۴۰۳) پسرلني کانکور جديد الشمول محصلينو ته د پوهنتون پيژندني اړوند د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د PDC مرکز په مرسته چمتو سوی او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئیس ښاغلي نياز محمد احساس له لوري وړاندي سو.
پدې سمينار کي محصلينو ته د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي چاپيريال، نظم او ډسپلين او اخلاقي پاليسۍ پيژندني اړوند د عامه پوهاوي په موخه وړاندي سو.

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل هڅه کوي، چي خپلو محصلانو ته د هغوی د علمي ظرفيت لوړوني په موخه د علمي سفر د پيل څخه بیا تر فراغت پوري وخت پر وخت بېلا بېل علمي، مالوماتي او د عامه پوهاوي سمينارونه او ورکشاپونه وړاندي کوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه