اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې او دايکندي لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاريو تړون لاسليک سو!

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني او د دايکندي لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس ښاغلي انجنير محمد ناصر نيکزاد ترمنځ د ګډو همکاريو تړون لاسليک سو.

د ياد تړون لاسليک کولو پر مهال د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي سلطاني وويل، چي دا ډير د خوښي ځای دی، چي له يوه بل علمي کور سره د علمي دوستۍ او ګډې علمي همکارۍ تړون لاسليک کيږي، نوموړي دا تړون د دواړو علمي بنسټونو لپاره حياتي ياد کړ، هغه د يادې مؤسس رئیس ته ډاډ ورکړ، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره د تړون ټولو مربوطه برخو کي بشپړه همکاره ده.
د دايکندي لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي انجنير محمد ناصر نيکزاد د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې سره تړون د دواړو علمي نهادونو لپاره ډير غوره او خورا اغيزناک ګام ياد کړ، نوموړي وويل، چي ددې تړون په مرسته به دواړې علمي کورنۍ لا علمي سي او يو د بل په همکارۍ سره د هيواد نوی نسل ټولني ته د ښه خدمت لپاره ډالۍ کړي.

ددې تړون پر مټ به دواړه علمي بنسټونه په علمي، تحقيقي او ظرفيت لوړوني ترڅنګ په نورو مهمو برخو کي ګډه همکاري کوي.
د تړون لاسليک کولو تر څنګ د يادې لوړو زده کړې مؤسسې رئیس د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د روانو فعاليتونو څخه ليدنه هم وکړه، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د روانو غوره علمي خدمتونو، لاسته راوړنو او فعاليتونو باندي خوښي وښودل او ټول کاري کهول ته يې د بري هيله بیان کړه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه