د عزيزي ښوونيز او روزنيز مرکز زده کوونکو د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه علمي ليدنه وکړه!

                                            ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ لمريز کال 

د عزيزي ښوونيز او روزنيز مرکز زده کوونکي اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې ته د علمي سير په موخه راغلل، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او اداري برخو څخه ليدنه وکړه.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي د ياد ښوونيز مرکز زده کوونکو ته د راتګ ښه راغلاست ويلو تر څنګ هغوی ته د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي رسالت، روان علمي او اداري چارو اړوند مالومات وړاندي کړل همدارنګه هغوی ته يې د لوړو زده کړو مؤسسې پر فعاليت، لوړو زده کړو پر ارزښت، ټولني ته د خدمت او غوره ټولنيز ژوند باندي وينا وکړه.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د اداري غړو له لوري زده کوونکو ته د پوهنتون علمي او کاري چاپيريال سره د ښه بلدتيا او مالوماتو غني توب په پار د چارو سمبالتيا لپاره د زده کوونکو پر مټ په تمثيلي ډول ور وښودل سوې.

د ياد ښوونيز مرکز مسؤل ښاغلي افغان د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه مننه وکړه، چي د ياد ښوونيز مرکز زده کوونکو لپاره يې د علمي سير بلنه ومنله او دوی ته يې د راتګ وياړ ور په برخه کړ، نوموړي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي خدمتونو او ټولني ته د غوره رسالت ادا کولو يادونه وکړه، هغه زياته کړه، چي د ځوانانو لوی ارمان لوړي زده کړي دي، که څوک غواړي نو همدا اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه يې د ترلاسه کولو لپاره غوره ځای دی.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې ته د ټولني بېلا بېل ښوونيزو بنسټونه د علمي سير په هدف راتګ کړی، چي د زده کوونکو په عامه پوهاوي کي اغيزناک تمام سوی دی.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه