د ملالی د لوړو زده کړو مؤسسې څخه علمي ليدنه وسوه!

د ملالی د لوړو زده کړو مؤسسې څخه علمي ليدنه وسوه!
۱۴۰۲/۷/۲۷ لمریز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي او اداري پلاوي د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د روانو علمي او اداري چارو اړوند څخه علمي ليدنه وکړه.

په ياده علمي ليدنه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، د تضمین کیفيت لوړاوي او اعتبار ورکوني آمر ښاغلي نذیر احمد ریښتني او د تضمین کیفيت لوړاوي مدیر ښاغلي عبدالمالک فیضاني ګډون درلود.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي او اداري پلاوي د يادې مؤسسې د علمي او اداري چارو څخه ليدنه وکړل او د هغوی علمي هڅو څخه يې قدرداني وکړه همدارنګه د دواړو لوړو زده کړو مؤسسې د غړو ترمنځ پر تدريسي، علمي او اداري چارو د لا سمون اړوند خبري اترې وکړلې.

د يادوني وړ ده, چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې سره د دوه اړخيزو علمي همکاريو تړون لري، چي د ياد تړون پر بنسټ دواړه علمي بنسټونه يو له بل سره علمي همکاریو ته ژمن دي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه