جديد الشمول محصلينو ته د پوهنتون اصولو او اخلاقو پيژندني اړوند عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو!

                                      ‌1402/06/25 لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د جديد الشمول محصلينو لپاره د پوهنتون اصولو او اخلاقو پاليسي پيژندني اړوند د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو.

ياد سمينار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس ښاغلي نياز محمد احساس له لوري وړاندي سو، چي محصلينو ته پکښي د هغوی اصولي، اخلاقي او تدريسي چاپيريال پيژندني اړوند مالومات وړاندي کړل.

پدې سمينار کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، د مؤسسې استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه