![](http://arakozia.edu.af/wp-content/uploads/2022/12/IMG-20221203-WA0036.jpg)
۱۴۰۱/۰۹/۰۲ لمريز کال
نن په اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه کي د ښاغلي استاد ډاکټر محمد علي له لوري د معياري سمينار جوړولو او وړاندي کولو اړوند سمينار وړاندي سو.
پدې سمينار کي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله یعقوبي، د پوهنځۍ رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو ګډون کړی و.
دا سمينار د PDC يا مسلکي پراختيا آمريت په همکارۍ چمتو سوی و، چي د سمينار جوړولو لاري چاري، د غوره سمينار پر ځانګړتياو، د ښه سمينار وړاندي کول، د سمينار لپاره د موادو راټول، ترتيب او نور مهم موضوعات پکښي وړاندي سول، چي پدې سره به دا سمينار د محصلينو له لوري په سمينار جوړولو، وړاندي کولو او د هغوی په علمي ظرفیت لوړوني کي ډير ښه مثبت اغيز ولري.
په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه