مياشتنۍ علمي شورا غونډه دايره سوه

      No Comments on مياشتنۍ علمي شورا غونډه دايره سوه


۱۴۰۱/۰۹/۰۱ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ او اداري غړو ترمنځ مياشتنۍ علمي شورا غونډه ترسره سوه.

په دې غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله يعقوبي، مالي او اداري مرستيال انجنير محمد اسماعيل ظاهر، د پوهنځی رئیسانو او اداري مديرانو ګډون درلود.

ددې مياشتي په علمي شورا کي د محصلينو پر سمينارونو، ځاني آرزوني، د درسي ټولګيو څارنه، مشورتي بورډ غونډي، ربعواره راپور، د تضمين کيفيت له لوري د استادانو آرزيابي او يو شمير نورو موضوعاتو باندي خبري اتري وسوې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه