اراکوزیا کرکيټ لوبډلي د بست زون معلولینو لوبډلي ته ماته ورکړه

                                                               ۱۴۰۱/۰۴/۲۴ لمريز کال 

اراکوزيا کرکيټ لوبډلي د بست زون معلولینو لوبډلې ته په (۲۵) اوريزه لوبه کي ته ماته ورکړه

د بست زون معلولينو لوبډلې د لوبي پچه وګټل او د توپوهني پرېکړه یې وکړل، چي په ټاکل سویو (۲۵) اورونو کي یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره د (۲۳,۳) اورونو په لوبولو سره (۱۸۶) منډي جوړي کړې.
د بست زون معلولینو لپاره ډیری منډي امین (۶۶), علاؤالدین (۲۵) او مسعود (۱۸) وکړې، چي د اراکوزیا لوبډلې لپاره بیا په توپ اچونه کي عبدالروف (۴), عبدالکبیر (۳), فیض الله (۲) لوبغاړی وسوځول.

اراکوزیا لوبډلې د بست زون معلولينو لوبډلې ټاکل سوی هدف د لوبي په وروستي اور کي د (۸) لوبغاړو په سوځیدلو سره پوره کړ.
د ارکوزیا لپاره بیا سمیع الحق (۴۵), نجیب الله (۳۹) او محمد (۳۴) ډيري منډي وکړې. د بست زون معلولینو لپاره په توپ اچونه کي سیدولي (۴) او شفیع الله (۲) لوبغاړي وسوځول او لوبه اراکوزيا لوبډلې وګټل.

ددې لوبي بريا دي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې او محصلينو ته مبارک وي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه