دطب پوهنځی (۱۱) سميسټر محصلينو ته عملي کار وسو

                                                                   ۱۴۰۱/۰۳/۱۰ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی (۱۱) سميسټر محصلينو ته په اراکوزيا معالجوي روغتون کي عملي کار ترسره سو.

ياد عملي کار کي د ښاغلي ډاکټر ضياالحق ضيا له لوري د Nasal fracture په نوم عمليات ترسره سو، چي محصلينو ورسره په حضوري ډول برخه اخیستې وه.

د ياد عمليات څخه مخکي لومړی محصلينو ته د عمليات اړوند عمومي نظرياتي مالومات ورکړل سوه، چي بیا محصلينو د اړوند برخي د عملي زده کړې لپاره په عمليات خوني کي برخه واخیسته.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه