د علمي معاونیت او د پوهنځيو د رئیسانو تر منځ ناسته وسوه

د اراکوزیا د لوړو زده مؤسسې علمي مرستیالۍ د پوهنځیو له رئیسانو سره ناسته وکړه. په دې ناسته کي د پوهنځیو رئیسانو د خپلو تېرو اداري او تدریسي چارو راپورونه وړاندي کړه او هم ئې د تېرو کانکور څخه د نوو ټولګیو د پیل د نېټو او تدریسي مواد په اړه خبري وکړې.

د مؤسسې د کمېټو او پوهنځیو د کمېټو د مسؤلیتونو او د تېرو کړونو څخه د ارزوني په تړاو هم بحث وسو چي په نږدې راتلوونکي کښي به ئې ارزونه وسي.

رسنیزه څانګه