د ستراتيژیک پلان جوړوني سمينار وړاندي سو!

                                           ۱۴۰۲/۰۹/۲۰ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د پلان او پاليسۍ آمر ښاغلي قاري عبدالاحد موحدي له لوري د ستراتيژیک پلان جوړوني اړوند سمينار وړاندي سو.

په دې سمينار کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئيس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، د پوهنځۍ رئيسانو، د څانګو آمرينو، اداري آمرينو، مديرانو همدارنګه استادانو ګډون درلود.

ياد سمينار چي د PDC مرکز او د ستراتيژیک پلان کميټې په مرسته چمتو سوی و، موخه ترې د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې لپاره د معياري ستراتيژیک پلان جوړوني لپاره د هرې برخي مسؤلينو له لوري غوره تګلارې چمتو کول و.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه