د ښوونې او روزنې پوهنځی پیژندنه

:پیلیزه
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې روزنې پوهنځي د يوې فکري او نظرياتي ادارې په توګه له تاسيس راهيسې د هېواد په فرهنګي او علمي پرمختيا کې ستره ونډه لرلې ده. له تاسيس سره سم تر دې وخته يې بېلابېلې علمي پروګرامونه او غونډې جوړې کړي دي. پر دې سربېره د ښوونې روزنې پوهنځى يوه فرهنګي ټولنه لري، چې د استادانو له خوا يې لارښوونه کېږي. دغه ټولنه د مؤسسې په چوکاټ کې ادبي غونډې جوړوي، چې پکې مشاعرې او د کره کتنې غونډې د ډير ارزښت وړ دي
د ښوونې روزنې پوهنځي يوه بله ستره لاسته راوړنه په بېلابېلو څانګو د ماسټرۍ برنامې پيلېدل دي، چې د ۱۳۹۸ کال لپاره په بېلابېلو څانګو کې يو شمېر استادان د ماسټرۍ لپاره پلان کړي دي، چې پر کور دننه او بهر به د ماسټرۍ لپاره ولېږل شي
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې روزنې پوهنځي خپل علمي فعاليتونه، ستونزې او وړانديزونه مسئولو مقاماتو ته وړاندې کړي؛ هيله ده، چې د پوهنځي د اکاډميکو معيارونو د لوړاوي لپاره په راتلونکې کې نور هم زيار وګالو او د لازياتو لاسته راوړنو او پرمختګونو شاهدان واوسو

:د ښوونې او رزنې پوهنځی پیژندنه
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه – لښکرګاه
تاسيس کال: ۱۳۹۲ ل کال
arakozia.uni1390@gmail.com : بریښلیک
د ښوونې روزنې پوهنځی د اراکوزيا پوهنتون په علمي او اداري تشکيل کې له پرمختيايي پلان سره سم په ۱۳۹۲ ل کال په رسمي ډول تاسيس شوی دی، چې لومړنى رئيس يې ( خير محمد همت ) بيا په ترتيب سره . محمد نجيب کيا، عبدالمنان سلطاني، عصمت الله مبارز او اوس مهال يې بصيرالحق عادل د رئيس په توګه دنده ترسره کوي
هغه مهال يې يوازې يوه څانګه (پښتو ژبه او ادبيات) لرل او د استادانو شمېر يې (۶) تنه وو.ورپسې د اړتيا سره سم نور لاندې څانګې تاسيس شوې چې اوس يې هم ټولې څانګې فعالې دي
پښتو څانګه، کيميا څانګه، رياضي څانګه، بيولوژي څانګه، دری څانګه، علوم ديني
د ټولو څانګو کريکلوم د وزارت له مفرداتو سره سم جوړ دی او هر سمېستر د ډيپارټمنټ لخوا مضامين انتخابيږي او د مؤسسې د علمي شورا تر تايد وروسته محصلينو ته اعلانيږي
: Goal موخه
په اغېزناکه توګه د علم او پوهې لېږد، ټولنې د پوه او وړ ځوانانو وړاندې کول
ساينس، ټکنالوژۍ ، داخلي او نړيوالو ژبو ته قوت ورکول، په اداري چارو کې نظم او منظمه چټکتيا رامنځته کول
: Vision لرلید
د لوړو زده کړو او پوهنتوني معيارونو او کړنلارو اړوند د درسونو معياري کول
د اکاډميکو او اداري کړنو لا قوت د ټولو داخلي پوهنتونونو او ورته پوهنځيو سره په درسي، اداري او اکاډميکو چارو کې مثبته سيالي، او ټولنې ته په مسلک سمبال ځوانان وړاندې کول
: Mission رسالت
د پوهنځي علمي او اکاډميک فعاليت لپاره د مناسب درسي علمي چاپيريال چمتو کول، زده کړيالانو لپاره سپورټي او تفريحي زمينې او سهولتونه برابرول، او په ټولو علمي، اداري او ټولنيزو چارو کې ځانګړې کړنې ترسره کول

: د ښوونې او روزنې پوهنځی څانګې
پښتو ادبیات څانګه
دري څانګه
بیولوژي څانګه
ریاضي څانګه
کیمیا څانګه
فزیک څانګه
تاریخ څانګه
علوم دیني څانګه

:پښتو ادبیاتو څانګه
د ستراتیژيک پلان په بنياد لاسته راوړنې
د پښتو څانګې يو شمېر محصلين مو شخصي ښوونځيو سره د تړونونو په اساس دوی ته معرفي کړي دي او دوی سره عملاً په تدريس بوخت دي
د پښتو اصلاح شوی کريکولم په ټولو ټولګيو کې عملي شوی دی.
د پښتو څانګې د استادانو لپاره په مؤسسه کې ټريننګونه برابر شوي دي
د محصلانو لپاره ۲۰۰۰ دوه زره کتابونه کتابتون کې د مطالعې لپاره چمتو شوي دي

:دري څانګه
د ستراتېژيک پلان په بنياد لاسته راوړنې
ددری څانګې يو شمېر محصلين مو شخصي ښوونځيو سره د تړونونو په اساس دوی ته معرفي کړي دي او دوی سره عملاً په تدريس بوخت دي
اصلاح شوی کريکولم په ټولو ټولګيو کې عملي شوی دی
د دری څانګې د استادانو لپاره په مؤسسه کې ټريننګونه برابر شوي دي
د محصلانو لپاره ۲۰۰۰ دوه زره کتابونه کتابتون کې د مطالعې لپاره چمتو شوي دي

:بیولوژي څانګه
د ستراتېژيک پلان په بنياد لاسته راوړنې
د بيولوژي څانګې محصلين مو د علمي زده کړو لپاره لابراتوارونو ته استولي
اصلاح شوی کريکولم په ټولو ټولګيو کې عملي شوی دی
دبيولوژي د استادانو لپاره په مؤسسه کې ټريننګونه برابر شوي دي
د محصلانو لپاره ۲۰۰۰ دوه زره کتابونه کتابتون کې د مطالعې لپاره چمتو شوي دي

:ریاضي څانګه
د ستراتېژيک پلان په بنياد لاسته راوړنې
د رياضي څانګې يو شمېر محصلين مو شخصي ښوونځيو سره د تړونونو په اساس دوی ته معرفي کړي دي او دوی سره عملاً په تدريس بوخت دي
د رياضي اصلاح شوی کريکولم په ټولو ټولګيو کې عملي شوی دی
محصلينو ته عملي کارونه شوي دي
د محصلانو لپاره ۲۰۰۰ دوه زره کتابونه کتابتون کې د مطالعې لپاره چمتو شوي دي

:کیمیا څانګه
د ستراتېژيک پلان په بنياد لاسته راوړنې
د کيميا څانګې محصلينو ته د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمينه هم برابره شوې ده او لابراتوارونو ته بېول شوي دي
پر ځينو موضوعاتو سمينارونه ورته وړاندې شوي دي

:تاریخ څانګه
د ستراتېژيک پلان په بنياد لاسته راوړنې
د تاريخ څانګې محصلينو ته د عملي زده کړو ترڅنګ د نظري زده کړو زمينه هم برابره شوې ده او ځينو تاريخي سيمو، کلابست او يو شمېر نورو تاريخي کلاو ته ته بېول شوي دي
پر ځينو موضوعاتو سمينارونه ورته وړاندې شوي دي

:علوم دیني څانګه
د ستراتېژيک پلان په بنياد لاسته راوړنې
د علوم څانګې محصلينو ته د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمينه هم برابره شوې ده او دوی ځينيو سيمينارونو ته بېول شوي دي. دغه راز ښوونځيو ته معرفي کېږي ترڅو هلته عملاً تدريس وکړي
پر ځينو موضوعاتو سمينارونه ورته وړاندې شوي دي

:د ښوونې او روزنې پوهنځی فعالې کمېټي
د تضمين کيفيت کمېټه
د کريکولم او تدريسي نصاب کمېټه
د ستراتېژيک پلان جوړولو کمېټه
د ازموينو کمېټه
د نظم او ډسپلين کمېټه
د علمي څېړنو کمېټه