د درسي نصاب اوکریکولم کمیټې پیژندګلوي اومرامپاڼه

سریزه
د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونو سره سم د دولتي پوهنتون ترڅنګ خصوصی لوړو زده کړوموسسی اداره مکلفه ده، ترڅوخپلي ټولني ته د وزارت د اصولو او مقرراتو سره سم موثره علمي خدمات وړاندي کړی چی دا کارد یو میکانیزم له مخي د تطبیق وړ دی دلوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کی د تدریسی نصاب له مخي علمی او اکاډمیک پروګرامونه مخ ته بیول کیږی د دې اصل په رڼا کي اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره هم پخپل وار دتدریسی نصاب پر اهمیت او تطبیق تاکيد کوي، او په خپلو پالیسیو کي یی لومړیتوب ورکړی او هڅه کوی چي ټولي علمي او تدریسي چاري په لوړ کيفیت د نصاب مطابق عملی شی تر څو وکولای سي د دې اداري وده او پرمختګ د هیواد په کچه په عملي ډول نورو ته وښی
د درسي نصاب دتطبیق د چارو د ښه ترا سمون لپاره اراکوزیا د لوړو زده کړوموئسسه په دي موخه چي د پرمختګ لپاره مو د اصلاح وړ ټکي په ګوته کړې وي وخت په وخت د خپل تدریسی بهیر ارزونه کوی یاده اداره هڅه کوي تر څو دتحصیلي کال په دواړو سمسترونو کی د پوهنتون په کچه د درسي نصاب د کمیټی دغړو او محصلانو په واسطه یو لړ د ارزوني پروسې په لاره واچوې. تر څو د ټاکل سوی هدف په لور کامیابه راتلونکی ولرو. د پورته فعالیتونو او ارزونو څخه مو لویه موخه دا ده څو وتوانیږو چي د درسي نصاب په تطبیق کی خپل د ضعف او قوت ټکي پیدا کړو، د قوی ټکو د حفظ او لا ښه ترا تطبیق او د ضعیفو ټکو د له منځه وړلو لپاره لاري چاري وموندو ترڅو د یو ښه او قوي تدریسی نصاب په تطبیق قوی او په ځان متکي اشخاص ټولنی ته وړاندی کړو

شالید
د اففانستان د لوړو زده کړو د وزرات د پالیسۍ سره سم د درسي نصاب تطبیق د همدی وزارت دهری تحصیلي ادارې د پرمختګ لپاره یو لازمي ګام دی، چي باید پر خپل وخت پورته سی،د بلی خوا دلوړو زده کړو وزارت د تحصیلی نصاب پر مختګ او بیا کتنه ملی ارزښت لرونکی او ستراتیژیکه وظیفه بولی چی نه تنها د وزارت اعتباراو حیثیت بلکه د راتلونکی نسل خوشبختی او سرنوشت ورپوری تړلی دی لدی کبله څومره چی لازم وی په هم هغه اندازه تطبیق سی تر څو د توقع وړ نتیجه مو تر لاسه کړی وی له نیکه مرغه اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې رهبری او د درسي نصاب د کمیټی غړي پوره هڅه کړیده تر څو د درسي نصاب چاري په درست ډول په خپل وخت سرته ورسیږی. د دی هڅو په نتیجه کي اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د درسي نصاب د کمیټی په ګډون ټول استادان الحمد الله د درسي نصاب په تطبیق کی همکاره دی او د چارو په سمون کي یې د توجع وړ لاسته راوړني درلودلي دي

د درسي نصاب کمیټه
دا چه نوموړي کیمټه د استادانو د مینځ څخه تشکیلږي او دا هم یو اړتیا ده چه استادان باید خپلي لوړي زده کړي هم تکمیل کړي وي ځکه نو لوړو زده کړو ته د تګ په صورت کي کله نا کله د غړو د تبدیل اړتیا لیدل کیږي

د یادونی وړ ده چي د پورته کسانو په مصروفیتونو کي د وخت ناوخت بدلون په موخه د کمیټی غړی تغیر مومي. د اراکوزیا دلوړو زده کړو موسسی داولویتونو څخه یو هم د ټولو استادانو د علمي ظرفیت لوړول دی چی د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کی د تحصیلي بورسونو څخه په استفاده که ددی کمیټی استادان  بورسونو ته معرفي کیږي په عوض يي چاري  دعلمی مرستیال او کمیټی په مشوره نوو کسانو ته سپارل کیږی

د ۱۳۹۸- تحصیلي کال په جریان کي د درسي نصاب د کمیټی چاری د پورته ذکر شوو کسانو لخوا په منظم ډول  سرته رسیږي او وخت پر وخت يي د اراکوزیا پوهنتون په چوکاټ کی مسئولو اشخاصو ته راپور ورکول شوی دی

اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه د درسي نصاب کمیټه یو واضح او روښانه ماموریت او لیرلید لري چه د هغي په رڼا کي خپلي ټولي چاري تنظیموي

:لرلید
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسي د درسي نصاب کمیټه په پام کي لري ترڅو د یو وړ او متضمن درسي نصاب څخه په ګټه اخیستنی ځپل تحصیلي موسسه د هیواد او سیمي په کچه د غوره پوهنتونونو په کتار کي راولي
: رسالت
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسي د درسي نصاب کمیټه دداسي تحصیلي نصاب رامنځ ته کول او تطبیق د ځان رسالت بولي چی د محتویاتو جوړښت یی صحیح او په عملي کیدو سره به یی ټول علمي مقصدونه ترلاسه،د ټولنی دهر وګړي لوستي کیدلو.شخصیت جوړونی په ځان متکي کیدلو ضامن وی اوداسی اشخاص ټولنی ته وړاندی کړي تر څو د انرژی او وخت څخه په پوره ګټه اخیستنی دهیواد د پرمختګ او ښیرازۍ لپاره په پوره ایماندارۍ کار وکړی
: موخي
د خپلو استادانو مسلکي وړتیا ته وده ورکول
په ځان باندی بسنه، نوښت او ګډ کار کولو ته زمینه برابرول
په څیړنه او تدریس کی سپړونکۍ،مبتکر او په انتقالیدونکی تربیه سمبال استادان بوختول تر څو په خپل تعلیمی برخه کی اصلاحاتو ته د رسیدو یو نمونه وی
د تدریس په برخه کي د نوي تکنالوژۍ څخه د استفادي ترویجول او د عصر سره سم د علمی پروګرامونو، درسي نصاب او اداری سیسټم تقویه کول
د داسي یو اکاډمیک محیط رامنځ ته کول چه په رڼاکي یی داسی بشپړ مسلکي او وړ بشري ځواک چی د مثبت بدلون عاملین وی ټولني ته وړاندي کړو

:د درسي نصاب د کمیټی مسئولیتونه
د درسي نصاب کمیټه مسئولیت لري چي په لاندی برخو کي خپل فعالیتونه سرته ورسوي

:د کمیټی د رئیس مسؤلیتونه
د ټاکل سوي مهالویش له مخي د درسی نصاب د کمیټې د اړوندو کارونو د ټولو غونډو تنظیم او مشری کول
د درسی نصاب اړوند دقوانینو،مقرراتو، لایحو او کړنلارو د تطبیق څارنه
معیار او قانون ته د اطمینان حاصلیدو په خاطر دپوهنتون د درسی نصاب څیړل
د لوړو زده کړو موسیسی یا پوهنتون درسی نصاب د تطبیق او څرنګوالی راپور د تصمیم نیونی لپاره لوړو مقاماتو ته لیږل
د ټولو هغو کارونو سرته رسول چی دټاکل سوو مقرراتو په مطابقت د صلاحیت لرونکو مقاماتو له خوا ورته سپارل کیږی
ددرسی نصاب د کمیټې د هر ډول تصمیمونو د تطبیق څخه څارنه
په مجموع کی دټولو هغو وظیفو اجرا کول چی ددرسی نصاب په ښه کولو کي مرسته کوي

:د کمیټې مسؤلیتونه
د پوهنتون د ټولو څانګو درسي نصاب بیا کتنه او د کار دبازار اړوند يي تعدیل او وروسته یی د تائید په موخه د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیزکول
د سمستر په اوږدو کي په ټولو څانګو کي د تدریسي پلان اړوند د تحصیلي نصاب پیشرفت څخه اطمنان ترلاسه کول
په درسي بهیر کي د تدریسي موادو د کیفیت او کمیت ډاډ اخیستل
د نویو څانګو د ایجاد لپاره د وخت د غوښتونو سره سم درسي نصاب او تدریسي موادو ارزونه کول
د اړونده دولتي او غير دولتي ادارو سره د لوړو زده کړو د وزارت د اصولو په رڼا کي ښې اړيکي ساتل
د ټولو هغو چارو سر ته رسول چي د وظيفې اړوند د مربوطه آمر له خوا نوموړي کمېټې ته ور سپارل کېږي
د نصاب د کمیټي د مهالویش سره سم په ټولو غونډو او مجلسونو کي ګډون کول

:د درسي نصاب د کمیټي تشکیلاتي جوړښت
څرنګه چي درسي نصاب د لوړو زده کړو د مرکزونو بنسټ جوړوی چی په تطبیق سره یی هر د لوړو زده کړو مرکز خپل ټاکل سوی هدف تر لاسه کولای شی نو اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې هم د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو سره سم د درسي نصاب کمیټه تشکیل کړه او د مؤسسې د بیلابیلو پوهنځیو او څانګو استازي یی ددي کميتي د غړو په صفت و ټاکل تر څود مؤسسې د تدریسی بهیر د ښه تطبیق په موخه هڅي او کوښښونه ترسره او عام سي. د یادي کمیټي تشکیلاتي جوړښت په لاندي شکل کي ښوول سوي دي

اراکوزیا دلوړوزده کړوموسسی دنصاب اوکریکولم د ارزونی کمیټی تشکیلاتی چارت په علمی شوراکی په نیټه   ۲۵ /  ۱۲   /  ۷ ۱۳۹ اوپه (   ۶   ) نمبرپروتوکول کی ثبت اوتاید کړل سوه