د کیفیت د تضمین او لوړاوي د کمیټې پیژند ندګلوي

سریزه
د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونو سره سم هره خصوصي او دولتي د لوړو زده کړو اداره مکلفه ده، ترڅو د خدماتو د وړاندي کولو تر څنګ د هغه موثریت او د کيفیت د ښه والي له پاره هم یو میکانیزم رامنځ ته کړي. د دې اصل په رڼا کي دا دئ د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره هم پخپل وار د لوړو زده کړو د کيفیت پر اهمیت تاکيد کوي او پخپلو پالیسیو کي د کيفیت د تضمین او لوړاوي کارونو ته لومړیتوب ورکوي. د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري هڅه کوي چي ټولي علمي او تدریسي چاري ئې لوړ کيفیت ولري، ترڅو وکولای سي ددې ادارې وده او پرمختګ د هیواد په کچه په عملي ډول نورو ته څرګند کړي
په هره اداره کي ارزونه د چارو د ښه ترا سمون په موخه یو اصل دئ. په دې موخه چي د پرمختګ له پاره مو د اصلاح وړ ټکي په ګوته کړي وي موږ هم وخت پر وخت د روانو چارو ارزونه کوو. اداره تل په دې هڅه کي ده چي چاري د بهبود او د محصلانو د رضایت وړ کړي. د سمسټر په جریان کي د تدریس د کيفیت څخه ارزونه، د محصل په واسطه د استاد ارزونه، د محصل په واسطه د هغه خدماتو ارزونه چي د پوهنځي لخوا دوی ته د هر سمسټر په بهیر کي وړاندي سوي وي او داسي نوري
د پورته فعالیتونو او ارزونو څخه مو لویه موخه دا ده چي وتوانیږو خپل د ضعف او قوت ټکي پیدا کړو. په دې سره به قوي ټکي حفظ او لا ښه تطبیق کړو او د کمزورو ټکو د له منځه وړلو له پاره به لاري چاري وموندو

د کيفيت د تضمین او لوړاوي: کميټې کړنلاره
د پوهنتون د رسالت او هدفونو لاسته راوړل د دې له پاره چي کيفيت، ارتباط او زده کړي مو پر نړۍوال سټنډرډ برابري سي.
د پوهنتون د مختلفو برنامو؛ لکه: د پوهنځيو او څانګو سره کمک او هغوي ته لارښوونه کول
د پوهنتون مختلف علمي او اداري فعاليتونه معياري کول
د پوهنتون په سطح د ورکشاپونو او سمينارونو رهبري کول او د مناسبو زده کړو له پاره ظرفيت جوړونه
د سته ميتودونو بررسي او څېړل د دې په موخه چي د زده کړي لاري لا ښه قوي سي
د پوهنتون په سطحه علمي واحدونه دې ته هڅول چي ځان و ارزوي ترڅو د مطالعې له پروګرام څخه ملاتړ وسي
د ډيټابېس د سيستم پراخول ترڅو د کيفيت د لوړاوي د برخي اطلاعات ټولو ته ورسېږي
د کیفیت د لوړاوي له پاره د پینځه کلنه ستراتيژي جوړول او د اجرااتو څخه يي نظارت کول
د کيفيت د لوړاوي د کلني راپور جوړول او د مربوطه کميټې تر تائيد وروسته QAAD ته استول
هر کال د کيفيت د لوړاوي رياست ته د موسسې، پوهنځيو او څانګو له لوري د وړانديزونو استول

شالید
د اففانستان د لوړو زده کړو د وزرات د پالیسۍ سره سم د کيفت لوړول د هري ادارې د پرمختګ له پاره یو لازمي ګام دئ، چي باید پر خپل وخت پورته سي. د نیکه مرغه چي دې هدف ته د رسیدو په موخه د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره هم د خپل فعالیت په پینځم کال د لوړو زده کړو د وزارت د کیفیت د تضمین او لوړاوي د بورډ د ارزوني د APR ((Academic Program Review د غړو لخوا د ۱۳۹۶ ل کال په جریان کښي و ارزول سول. چي وروسته ئې په دې اول پړاو ارزونه کښي د ښه مرغه (۵۵،۲( هم خپلي کړي وې
د مؤسسې رهبري فی الحال د کیفیت د تضمین او لوړاوي اصل ته ډیره جدي پاملرنه کوي ځکه ورځ تر بلي لوړي زده کړي د انکشاف او پرمختیا په حال کي دي. نو د همدې اصل پر بنیاد د مؤسسې تدريسي او اداري چاري ورځ په ورځ د بهبود او ښه والي په حال کي دي. اوس ئې د کیفیت د تضمین او لوړاوي داخلي یونیټ یا آمریت فعال کړی دئ چي بهرني مشاورین لري او د مؤسسې ټولي داخلي چاري د کیفیت په ساتنه کي مهم رول لري. یاد یونیټ ددې مؤسسې د کادري غړي نذیر احمد رښتیني لخوا اداره کيږي

د کيفیت لوړاوي کمیټه
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې په سطحه عمومي یوولس کمېټې فعالیت کوي. چي د هغو په راس کښي د کیفیت د تضمین او لوړاوي کمېټه ده. ددې کمېټې چاري د مؤسسې د دایمي غړو لخوا پر مخ وړل کیږی
دا چه نوموړي کیمټه د استادانو د مینځ څخه تشکیلږي او دا هم یو اړتیا ده چه استادان باید خپلي لوړي زده کړي هم تکمیل کړي ځکه نو لوړو زده کړو ته د تګ په صورت کي کله نا کله د غړو د تبدیل اړتیا لیدل کیږي

پر ځای به وي چي د کمېټې د غړو په باب لږ وضاحت ورکړم. ددې کمېټې چاري د پخواني علمي مرستیال لخوا (پروسږ ۱۳۹۷ ل کال) په سلو او کرار شکل د یادي کمېټې د پخواني اداري آمر په مرسته پرمخ وړل کېدې. هغه مهال د یادي کمېټې فعالیتونه کم رنګه او پیکه وې. اوس د نوي علمي مرستیال او د کیفیت د نوي آمر په مرسته د کیفیت د بهبود چاري په ښه ډول پر مخ ځي او په ټوله مؤسسه کښي له خادمه تر محصله او ټولني پوري په اداره کښي د نوي ساه د پوه کېدو انګېزه لیدلې او درک کړې ده. د یادي کمېټې کلنی راپور به هم د کال په آخر کي د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د ریاست محترم مقام ته ولیږل سي

اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت د تضمین او لوړاوي کمیټه یو واضح او روښانه ماموریت او لیرلید لري چه د هغو په رڼا کي خپلي ټولي چاري تنظیموي

: Vision لرلید
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه غواړي د هیواد په کچه د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو له پاره داسي یو معیاري مرکز وي چي د زده کړو بهیر ئې د عصري تیورۍ پر بنسټ پیل او پر عملي څیړنو پای ته ورسیږي
: Mission رسالت
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه د زده کړو، څېړنو او د خدمتونو په وړاندي کولو سره د خپل هیواد له پاره مسلکي وګړي ټولني ته وړاندي کوي
: Goal هدف
د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي او اداري چارو کښي د کیفیت د تضمین او لوړاوي ۹۵٪ معیارونه رعایتول
: Merits ارزښتونه
د اسلامي اُصولو رعایتول
شفافیت
حساب ورکونه
جنډر
ټولو عقایدو ته احترام درلودل
افغاني فرهنګ او ګډ تصمیم نیولو

:Strategic objectives ځانګړي ستراتیژیک اهداف
د مؤسسې د بشري منابعو د ظرفيت لوړولو له پاره لنډ مهاله، منځمهاله ټریننګونه دایرول او دوامداره تقویتي نظارت ځني کول
د لوړو زده کړو وزارت د ټولو لوايحو، مقرراتو او کړنلارو پلي کول
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د پياوړتيا او پرمختګ له پاره د تدريس د کيفيت لوړول
د هر ډول تعصب څخه مخنيوی
په ټولو چارو کي روڼتيا او شفافيت
د کیفیت د تضمین او لوړاوي د ټولو معیارونو بشپړول

د کیفیت د تضمین د کمیټې د وظایفو لایحه
: د کمیټې د رئیس وظیفې
د کمیټې د ټولو غونډو ریاست کول
د کمیټې د دفتري کارونو د کړنو څخه نظارت کول
د کیفیت د تضمین په چارو کي برخه اخیستل
د مؤسسې ټول پرسونل د کیفیت د تضمین او لوړاوي د کړنلارو له پاره تشویقول
په تحصیلي بنسټ کي د کیفیت د تضمین او لوړاوي او ددې فرهنګ رواجول
د کمیټې د تصمیمونو د تطبیق څخه نظارت کول
د کیفیت د تضمین د کمیټې نمایندګي کول
د نورو اورګانو او بیاکتونکو سره همکاري
د استادانو او محصلینو د خبرولو له پاره د اطلاعیو او بروشورونو خپرول
د کیفیت په ښه کولو کي د نورو وظیفو اجرا کول

:د کیفیت د تضمین او لوړاوي د کمیټې وظیفې
د تحصیلي بنسټ د کیفیت د ښه کولو په برخه کي کوښښ کول
د تحصیلي بنسټ، پوهنځي او فارغه ورکوونکي څانګي د ځان ارزوني د پروسي څخه نظارت کول
د تحصیلي بنسټ د ځان ارزوني د راپور تهیه کول
د پوهنځیو او فارغه ورکونکوو ډیپارټمنټونو د ځان ارزوني د راپور څیړل
د بیا کتني په جریان کي د بیا کتونکي ټیم سره همکاري کول
د لوړو زده کړو د ملي ستراتیژیک پلان سره په مکمله توګه آشنایي، همدارنګه د تحصیلي بنسټ د ستراتیژیک پلان او د کیفیت د تضمین د ټولو اسنادو په شمول د کیفیت د تضمین د لایحې او د ځان ارزوني د معیارونو سره آشنایي
د تحصیلي بنسټ و رئیس او علمي مرستیال ته د پوهنځیو د کیفیت د تضمین د ښه والي او همدارنګه د عمومي خدماتو؛ لکه: لابراتوارونه، د کمپیوټر مرکزونه، کتابتونونه او د محصلانو د خدماتو عرضه او نورو علمي تحقیقاتو په اړوند صلاح او مشوره ورکول
د تحصیلي بنسټ د اداري او علمي فعالیتونو د بیاکتلو او د پوهنځی د ځان ارزونی په اساس د کمیټې له پاره د مناسبو اسنادو تهیه کول
د پوهنځیو، د علمي کادرو، محصلانو او د پوهنتون د ټولو کارکوونکو سره د کمیټې د غونډو د تصمیمونو د بحث د محرمیت ساتل
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین د ریاست سره د کاری ارتباط ساتل
د کیفیت د تضمین مربوط د نورو وظایفو اجرا کول؛ کومي چي د صلاحیت لرونکي آمر له خوا سپارل کیږي

د کیفیت د ارتقاء له پاره د: تدابیرو اتخاذ
د قوي، ضعف، تهدید او فرصت د ټکو پر اساس د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو د یوولس ګونو معیارونو له پاره د یو عملیاتي پلان جوړول
د عملیاتی پلان د تطبیق له پاره د کړنلاري جوړول او د هغه موانعو ایسته کول کوم چي ددې پلان د تطبیق خنډ ګرځي
د تحصیلي بنسټ په ټولو برخو کي د عملیاتي پلان د تطبیق څخه نظارت کول
د تعقیبي پلان یا Tracking Document ترتیبول؛ په هغه سټنډرډ فارمټ کي کوم چي د کیفیت د تضمین د ریاست لخوا رااستول سوی دئ
د تحصیلي بنسټ په سطحه د Tracking Document د تطبیق څخه نظارت کول
د لوړو زده کړو د ملي ستراتیژیک پلان او د تحصیلي بنسټ د ستراتیژیک پلان د تطبیق څخه نظارت او د ربع واره راپور تهیه کول
په تحصیلي بنسټ کي د کیفیت د تضمین د پروګرامو او پلانو د تطبیق له پاره د محفلونو جوړول.
د نورو پروګرامو تطبیق او عملي کول کوم چي د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین د ریاست لخوا ئې سپارښتنه کیږي
د نوښتونو او نوو پروګرامونو جوړول او تطبیق کوم چي د کیفیت په ښه والي کي مهم رول لوبوي
د تحصیلي بنسټ د بودجې او نورو کومکونو د مصرف څخه نظارت کوم چي د عملیاتي پلان، ستراتیژیک پلان او نورو پلانو د تطبیق له پاره مصرفیږي
په تحصیلي بنسټ کي د انفرادي عملیاتي پلان او د تدریس پرمختیایي پلان څخه نظارت کول

د ټوله اکاډمیکو چارو د څیړنی او نظارت په اړوند
د ټولو خپرنیزو چارو څخه نظارت او د رسمي راپور تهیه کول او د کیفیت د تضمین ریاست ته د هر سمستر په پای کي د علمي شورا د تائید څخه وروسته استول
د تحصیلي بنسټ په سطحه د علمي تحقیقاتو څخه نظارت او د رسمي راپور تهیه کول او د کیفیت د تضمین ریاست ته د هر سمستر په پای کي د علمي شورا د تائید څخه وروسته استول
د تدریس د چارو څخه نظارت خصوصاً د تدریس د کیفیت د کړنلاري څخه د تطبیق د ارزوني په اړه او د رسمي راپور تهیه او د کیفیت د تضمین ریاست ته د هر سمستر په پای کی د علمی شورا د تائید څخه وروسته استول
د سمستر د وروستۍ ازموینو او په ازموینو کي د واحد طرزالعمل د تطبیق په اړه نظارت او د رسمي راپور تهیه کول او د کیفیت د تضمین ریاست ته د علمی شورا د تائید وروسته استول
د ضروري موادو، تجهیزاتو، لابراتواري سامان آلاتو نظارت او څېړنه او د رسمي راپور تهیه کول او د کیفیت د تضمین ریاست ته د علمی شورا د تائید وروسته استول
د څانګو د درسي میتودونو څخه د سمسټر په جریان کي نظارت او د راپور تهیه کول او د سمستر په آخره کی د کیفیت د تضمین ریاست ته د علمی شورا د تائید وروسته استول
د درسي موادو، لکچر نوټونو او نورو موادو څخه د هغوی د اصلاح کولو او سټنډرډ کولو له پاره نظارت او د کیفیت د تضمین ریاست ته د رسمی راپور په واسطه خبر ورکول د علمی شورا د تائید څخه وروسته استول
د سمسټر په جریان کي د څانګو د کریکولم او درسي مفرداتو د تطبیق څخه په دقیقه توګه نظارت او د هغوی څیړنه او د سمسټر په پای کي د رسمي راپور جوړول او د کیفیت د تضمین ریاست ته د علمی شورا د تائید څخه وروسته استول
د کال په جریا ن کي د علمي ترفیعاتو او مقرریو د شفافیت د پروسې څخه نظارت او د تحصیلي بنسټ علمي شورا ته په دې اړه راپور ورکول
د تحصیلي بنسټ د نظم او ډسپلین څخه نظارت او په دې اړه د کیفیت د تضمین ریاست ته راپور ورکول
د نوي ټکنالوژۍ د استعمال څخه د تدریس په پروسه او همدارنګه د سمسټر د مهالویش د تطبیق د څرنګوالي په اړه نظارت کول
د ډیپارتمنتونو او پوهنځیو د اکاډمیک فعالیت نظارت او څیړنه
د اکاډمیکي ساحې د لوایحو، مقرراتو، طرزالعملونو او نورو تقنیني اسنادو د تطبیق څخه نظارت
د پوهنتونونو د مالي استقلالیت د مقررۍ د موادو مطابق د علمي خدماتو، تحقیق او نشراتو د عرضې څخه نظارت

پورته طرزالعمل د ( ۲) د علمي شورا د ( ۲۸ / ۱ / ۹۸) نېټه، ( ۱ ) ګڼه پروتوکول کي ثبت او د تطبیق وړ دئ