د انجینری پوهنځی لنډه پیژندنه

د انجینری پو هنځی سیول څانګه داراکوزیا دلوړ زده کړو دموسسی لخوا  د ځوان نسل د سالمي مسلکي روزني په موخه په ۱۳۹۰ لمریز کال چي د(۲۰۱۱)  میلادي کال سره سمون خوري  تأسیس او فعالیت يي پیل کړ
: Vision لرلیت
دانجینری پوهنځی په علمی او عملی برخو کی په کار پوه کادرونه ټولنی ته دښوونیز بهیر د ښی پراختیا په منظور وړاندی کړی
: Mission رسالت
دانجینری پوهنځی استادان هڅه کوی تر څو داسی ښوونیز، او څیړنیز ماحول رامنځته کړی چی تحصیلی پروګرامونه یی محصلینو ته په علمی، لابراتواری او ساحوی برخو کی لازمی اسانتیاوی رامنځته کړی
: Goal هدف
دانجینری پوهنځی استادان هڅه کوی تر څو دخلکو دهوساینی او دهغولپاره دښه او کیفیت لرونکو ساختمانوپه ډیزاین کی په معیار برابر کادرونه وروزی. چی ملی ګټو ته ژمن او دهیواد دپرمختګ وسیله وګرځی
: مقصدونه
مسلک ته وفادار پوه علمي کسانو روزل او فارغول
استادانو ته د څيړنيزو ژباړو او تأليف زمينه برابرول
د نوي او عصري تکنالوژي له مخي تدريس کول
د هرډول تعصباتو مخه نيول
: ارزښتونه
مسلکي او کادري لوړ کيفيت
د اسلامي اخلاقو او وطنپالی روحيه
په کړنو کي شفافيت
د فساد مخه نيول
د څانګي په سطحه ستراتيژيک پلان درلودل، د هغه تطبيق کول او د ځان ارزوني پروسي څارنه کول
یاده موضوع دانجینري پوهنځی په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په ( ۴ ) ګڼه پروتوکول کی ( ۲۴ / ۵ / ۱۳۹۸ ) نیټه ثبت شوه

دانجینری  پوهنځی رئیس

ماسټر سعیدالله سجاد