د حقوقواوسیاسی علومو پوهنځي مرامپاڼه

د پوهنځي پيژندنه

د غړو نوم لړ

پیژندنه
د حقوقواوسیاسی علومو پوهنځي د اراکوزيا د لوړ زده کړو د موسسې لخوا د ځوان نسل د سالمې مسلکي قانونی اودصولی چاروپرمخ بیولو اوهمدارنګه په ټولنه کی دقانونی حاکمیت رامنځته کیدوموخه په ۱۳۹۰ لمريز کال چې د(۲۰۱۲) ميلادي کال سره سمون خوري تأسيس او فعاليت يي پيل کړ
د حقوقواوسیاسی علومو پوهنځي چې پيل يې په قضاءاوڅارنوالی اواداره اودیپلوماسی څانګه وشو چی تردی مهاله په سلګونوعلم سمبال ځوانان ټولنی ته دخدمت کولوپه موخه وړاندی کړی دی چی اوس مهال هم په لاندې فعالې څانګوکی محصلین لری
قضاءاوڅارنوالی څانګه
اداره اودیپلوماسی څانګه

: Goal موخه
په اغيزناکه توګه د علم او پوهې لیږد، ټولنې ته پوه او وړ ځوانانو وړاندې کول
په سیاسی، ټکنالوژۍ ، داخلي او نړيوالو اصولواوقوانینوته ته قوت ورکول
په اداري چارو کې نظم او منظمه چټکتيا رامنځته کول

: Vision لرلید
د لوړو زده کړو او پوهنتوني معيارونو او کړنلارو اړوند د درسونو معياري کول
د اکاډميکو او اداري کړنو لا قوت
د ټولو داخلي پوهنتونونو او ورته پوهنځيو سره په درسي، اداري او اکاډميکو چارو کې مثبته سيالي
او ټولنې ته په مسلک سمبال ځوانان وړاندې کول

: Mission رسالت
د پوهنځي علمي او اکاډميک فعاليت لپاره د مناسب درسي علمي چاپيريال چمتو کول
زده کړيالانو لپاره سپورټي او تفريحي زمينې او سهولتونه برابرول
او په ټولو علمي، اداري او ټولنيزو چارو کې ځانګړې کړنې ترسره کول

یاده مرامنامه د حقوقواوسیاسی علومو پوهنځي په علمي شورا کې مطرح او د رایو په اتفاق سره تاید او په (   ۹    ) ګڼه پروتوکول کې ( ۲۴/ ۱۱/۱۳۹۷   ) نیټه ثبت شوه
حقوقواوسیاسی علومو پوهنځي ریس نیازمحمداحساس

یاده موضوع د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي شورا کې مطرح او د رایو په اتفاق سره تاید او په ( ۲۴ ) ګڼه پروتوکول کې ( ۲۵/ ۱۱/۱۳۹۷ ) نیټه ثبت شوه
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رئيس عبدالمنان سلطاني