دبیولوژی څانګی مرامپاڼه

:د بیولوژی څانګي لنډه پیژندنه
بیولوژی څانګه داراکوزیا دلوړ زده کړو دموسسی لخوا د ځوان نسل د سالمي مسلکي ښووني اوروزني په موخه په ۱۳۹۷ لمریز کال چي د(۲۰۱۸) میلادي کال سره سمون خوري تأسیس او فعالیت يي پیل کړ
د بیولوژی څانګي مسلکي مضمونونه عبارت عمومی بیولوژی ۱، عمومي بیالوژی۲، هستولوژی۱،هستولوژی۲،جنتیک۱،جنتیک۲،ایکالوژی۱،ایکالوژی۲،فقاریه زولوژی،غیر فقاریه زولوژی اناتومی، نباتی فزيالوژی او داسي نور
: Vision لرلید
دبیولوژی څانګی استادان هڅه کوی دساینس اړوند په علمی او عملی برخو کی په کار پوه کادرونه ټولنی ته دښوونیز او روزنیز بهیر دښی پراختیا په منظور وړاندی کړی
: Mission رسالت
دبیولوژی څانګي استادان هڅه کوی تر څو داسی ښوونیز، روزنیز او څیړنیز ماحول رامنځته کړی چی تحصیلی پروګرامونه یی محصلینو او ښوونکو ته په علمی،لابراتواری او ساحوی برخو کی لازمی اسانتیاوی رامنځته کړی
: Goal هدف
بیولوژی څانګی استادان هڅه کوی تر څو دژوندیو موجوداتو دارزښت اړوند په معیار برابر کادرونه وروزی. چی ملی ګټو ته ژمن او دهیواد دپرمختګ مصیله وګرځی
: مقصدونه
په بیولوژی پوه علمي کسانو روزل او فارغول
استادانو ته د څيړنيزو ژباړو او تأليف زمينه برابرول
د نوي او عصري تکنالوژي له مخي تدريس کول
د هرډول تعصباتو مخه نيول
: ارزښتونه
مسلکي او کادري لوړ کيفيت
د اسلامي اخلاقو او وطنپالی روحيه
په کړنو کي شفافيت
د فساد مخه نيول
د څانګي په سطحه ستراتيژيک پلان درلودل، د هغه تطبيق کول او د ځان ارزوني پروسي څارنه کول

یاده موضوع دبیولوژی دیپارتمنت په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په (   ۱  )ګڼه پروتوکول کی (  ۱۳۹۸/۱/۲  ) نیټه ثبت سوه

د بیولوژی څانګی آمر صفت الله حامد

یاده موضوع دښوونی او روزنی پوهنځی په جلسه کی مطرح او درایو په اتفاق سره تائید او په ( ۱)ګڼه پروتوکول کی (۱۳۹۸/۱/۷  ) نیټه ثبت سوه

د ښوونی او روزنی پوهنځی رئیس بصیر الحق عادل