محصلينو ته د معياري سمينار جوړولو او وړاندي کولو علمي او عملي زده کړې ورکشاپ راپيل سو!

                                              ۱۴۰۲/۰۹/۱۸ لمريز کال 

په اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه کي خپلو محصلينو ته د معياري سمينار پيژندني، سمينار لپاره د موادو راټولولو، جوړولو، چمتو کولو او وړاندي کولو اړوند علمي او عامه پوهاوي ورکشاپ راپيل سو.

ياد ورکشاپ چي د (PDC) آمريت په همکاري چمتو او د څېړنيز مرکز مدير ښاغلي امان الله پښتون له لوري محصلينو ته د هغوی په درسي ټولګی کي راپيل او وړاندي سو.
د يادوني وړ ده، چي ياد علمي او عملي ورکشاپ د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د ادارې له لوري د خپلو محصلينو د لا ښه علمي ظرفيت لوړوني په موخه په لار اچول سوی، چي د هرې ټولګۍ محصلينو ته په ځانګړي اضافه وختونو کي داېريږي، ترڅو هغوی په همدې برخه کي ښه علمي ظرفيت ترلاسه او په راتلونکي علمي او کاري بهير کي ورته مؤثريت لرونکی تمام سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه