د بریښنايي زده کړو او بریښنايي حکومتولۍ د کمیټي پیژندګلوي

:پیژندګلوي
د معلوماتي ټکنالوژۍ له برکته د نړۍ په کچه اوسهمال د تعلیمي مراکزو په تدریسي او زده کړیز بهیر کي د پام وړ مثبت بدلون راغلی دی،دا ځکه چه د بعضو تړونونو او حتي په بعضي حا لاتو کي په مجاني ډول هم په هر څومره لري فاصله کي چه وي محصلین کولای سي د ډیرومعتبرو پوهنتونو او اکاډمیکو مراکزو تدریسي بهیرته لاره ومومي او د هغوی د لکچرونو او تدریسي موادو څخه ګټه پورته کړي،په پوهنتونوکي ددي سیستمونو په فعالولوسره دي ته لاره همواریږي ترڅو د تدریس دمحصل محورۍ میتود پلی او ترویج سي
له نیکه مرغه د ټیکنالوژۍ په پرمختګ سره د زده کړو په بهیرکي د پام وړمثبت بدلون راغلی دی، محصلان د خپلو شته ټیکنالوژیو (سمارټ فون،کمپیوټر،ای پډ اوداسي نور…) چه په واک کي يي لري که وغواړي ژوره او مؤثره ګټه پورته کولای سي. په اوسني عصر کې زده‌کړه د پخوانیو میتودونو تر څنګ د ټیکنالوجۍ په مرسته د لرې څخه د زده کړې د میتودونو څخه په مرسته هم تر سره کیږي. اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کوي چې خپل ښوونیز او تدریسي سیستم د نوو تحصیلې اداري ساختمانونو سره عیار کړي، دا ځکه چې د ټیکنالوجۍ په کارولو سره زده کړیانو دپاره د زده کړی په برخه کې ډیر او ښه فرصتونه موجود دي. محصلان هر وخت، هر ځای او هر ډول معلوماتو ته لاس رسی پیدا کوي او د ډېرو ښو ښوونیزو تخنیکونو په کارولو سره اسانه او ښي زده کړي ترلاسه کولای سي. د دغه ډول تخنیکونو په کارولو سره په خپله-زده کړه (محصل محوري) ته لاره هواریږي، محصلان خپله پوهه پخپله زده کولو سره ډېرولای سي او د استاد او محصل تر منځ د بیلابیلو ټیکنالوژیکي مجراوو (ایمیل ،واټس اپ،فیسبوک ،سکایپ،یوټیوب اوداسي نورو….) په مرسته د اړیکو نیولو یوه ښه وسیله هم ده
د مؤثرو زده کړو په برخه کي اوسمهال د ټکنالوژۍ کارونه یو مهم اصل بلل کیږي،مګردیادي ټکنالوژۍ د اسانتیاوو برابرول او په یاده برخه کي د پوهاوي اړتیا هم تر ډیره بریده لیدل کیږي ترڅو هغو پوښتونو ته چه په دي برخه کي سته دي د قناعت وړ جواب ویل سوی وي
په افغانستان کي له نیکه مرغه اوسمهال یو زیات شمیروګړي پرمختللي ټکنالوژۍ ته لاسرسی لري خو د دې دپاره چې د معلوماتی او اړیکو ټیکنالوجۍڅخه په زده کړه کې ښه او سالمه استفاده تر سره سي نو پوهان، پالیسی جوړونکي او په دې برخه کې ماهرین د بریښنایی زده کړو (e-learning) د طریقی څخه د استفادی لارښوونه کوي. نړیوال مارکیټ د بریښنایی زده کړو د ضرورت او په تحصیلی ادارو کې د تغیر د تقویت په هکله ټینګار کوي او دوی هڅه کوي چې د نن ورځی محصلان بریښنایي موادو ته لاس رسی ولری. نن ورځ د لوړو زده کړو په مؤسساتو کې د بریښنایي زده کړو د پالیسیو جوړول او عملي کول د بحث مهم ټکي جوړوي او په ډېر تأکید سره یې د چټک عملې کولو دپاره کوښښونه کیږي. دوی په دې پوهیږي چې په دې سره به د تدریس او زده کړې سیسټم عصري او د اوسنیو نړیوالو پرمختللو میتودونو کارول عملی سي
د ټیکنالوژيو دغه مزاياو او ګټو ته په کتلو سره دهیواد د لوړو زده کړو وزارت دبرېښنايي زده کړي پروسه ايجاد اود ددي وزارت په یو شمیر مؤسساتو کی يي د پلی کولو دپاره خپلی هڅي پیل کړي خو په خواشینۍ سره باید ووایو چه په دي برخه کوچنیواو وروسته پاتي پوهنتونونو کي چه اصلا هلته ډیره اړتیا لیدل کیږي کومه خاصه توجه نه ده کړي .ددي زده کړو جدي اړتیا ته په کتو اراکوزیا د لوړو زده کړو رهبري پلاوي د خپل وس او توان په اندازه په دي برخه کي کارکړی چه په لمړي سرکي یوه کمیټه چه د بیلابیلو پوهنځیو داستادانو،معلوماتي ټکنالوژي مسؤلین،د محصلانو مدیر او همدارنګه د استادانو امریت استازي پکښي شتون لري ایجاد کړیده . د بریښنايي زده کړو او حکومتولۍ د کمیټي د لیرلید، رسالت، اهداف، مسؤلیتونه او تشکیلاتي جوړښت یي په لاندي برخو کی مشاهده کولای سي
: Vision لرلید
د بریښنایی تدریس او زده کړوپه برخه کي نوښتګربشري ځواک رامنځ کول اوهمد ارنګه د تدریسي بهیر د ښه والي او سمون په موخه د ټکنالوژۍ د کاروني ترویجول
: Mission رسالت
د ټولو کاروکوونکو د ټیکنالوژیکي پوهي،مهارتونو او تجاربو ظرفیت لوړول،پدي ډول د پوهنتون په کچه د یو نوښتګر اکاډمیک چاپیریال رامنځ کول
: Objectives موخي
د پوهنتون په کچه د بریښنایي تدریس او زده کړو دود عامول
د ټکنالوژۍ په مټ په اداري چارو کي سهولت رامنځ کول
د استادانو،اداري کارمندانو او محصلانو د ټکنالوژۍ د کاروني وړتیا لوړل
د ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنه د تعلیمي نصاب معیاري کول
د ټکنالوژۍ په مټ علمي څیړنو ته وده ورکول

:د بریښنایي زده کړو د کمیټی مسئولیتونه
د بریښنایي زده کړو او حکومتولي کمیټه مسئولیت لري چي په تدریس، زده کړه او اداره کی د معلوماتي مخابراتي ټیکنالوژیو پر کاروني، تطبیق او اړتیاوو ته په کتو د هغه څخه نظارت وکړي، او په لاندی برخو کي خپل فعالیتونه سرته ورسوي
په پوهنتون کي د تدریسي او زده کړو په بهیر کي د معلوماتي مخابراتي ټیکنالوجیو څخه استفاده نهادینه کول
د بریښنايي زده کړو په برخه کي د ستراتیژیو او پالیسیو جوړول
د بریښنایي زده کړو او حکومتولي په برخه کي پوهاوي ته وده ورکول، ظرفیتونه لوړول او ارزول
د اداري سیستمونه ډیجیټلی او ساده کول
د لازمو تکنالوژیو او میتودونو مشخص کول او د هغوی عامول
د کیفیت د لوړاوي په پروسه کي د بریښنایي زده کړو او بریښنايي حکومتولۍ د برخي تعقیب او نظارت کول
د تدریس او زده کړي د د کیفیت د ښه والي دپاره د بریښنايي زده کړو فورټال جوړول
د کمیټی اړوند فعالیتونو راپور په منظم ډول علمی مرستیال او د کیفیت د لوړاوي امریت ته ورکول
په پوهنتون کی د ټیکنالوجیکی وسایلو او سیسټمونو اړتیا په ګوته کول
د پوهنتون د رهبری د هدایت سره سم د ورسپارل سویو فعالیتونو سرته رسول
د کمیټي پریکړي د پوهنځیو د فرعي کميټو سره د عملی کولو په موخه شریکول
منظمي غونډي دایرول او د اړتیا په وخت کی فوق العاده غونډی رابل

:د بریښناي زده کړو او حکومتولي د کمیټي تشکیلاتي جوړښت
څرنګه چي د ټیکنالوژی کارونه د اوسني عصر یوه مهمه برخه جوړوي نو اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې هم د هیواد او لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیو سره سم د بریښنايي زده کړو او حکومتولۍ کمیټه تشکیل کړه او د پوهنتون د ټولو پوهنځیو، معاونیتونو او مرکزونو استازي یی ددي کميتي د غړو په صفت و ټاکل تر څو په ټولو برخو کی د معلوماتي (مخابراتي) ټیکنالوژیو کارول عام او د بریښنايي زده کړو او حکومتولۍ کمیټه تر څارني لاندي خپل ټول فعالیتونه په ټیکنالوژی سره سمبال کړي، او په درست ډول ورڅخه استفاده وکړي. د بریښنايي زده کړو او حکومتولۍ کمیټي تشکیلاتي جوړښت په لاندي شکل کي ښوول سوي دي