د ازمويني کمېټې مرامنامه

د ازموينو د کمېټې اړوند لنډ : معلومات
ازمویني د یوې تحصیلي موسیسې ډېره مهمه برخه تشکیلوي او د تدریس او زدکړي د ارزیابۍ له لوړ پوړ کي قرار لري
اراکوزیا خصوصي پوهنتون هم دې ارزښت ته په کتو او د تضمین کیفیت د معیار د تطبیق په موخه یې د خپلي موسیسې دا چوکاټ کي د ازموینو کمېټه جوړه کړې، چي و کولای سي، د همدې کمېټې په مرسته د ازموینو څخه په ښه ډول نظارت وسي، په دې برخه کي پرتو ستونزو ته منظمي حللاري و پلټل سي
ددې لپاره چي ازمویني رڼې او شفافي تر سره سي او د محصل او ادارې ډاډ حاصل سي په دې برخه کي به کیفیت ته لومړیتوب ورکړل سي او په تمامه مانا به ټاکلي اصول پلي او اټکل سوي معیارونو ته به ځان ورسو
: لرلید
ددې کمېټې په مرسته به د محصلینو د زدکړي یا علمي مهارت درجه په ټاکلې تحصیلي دوره کي په غوره او معیاري ډول ارزول کیږي، څو هر محصل په دقیق ډول له خپله حقه برخمن او له موسیسې څخه په کامله وړتیا سنبال کادرونه ټولني ته وړاندي سي
: رسالت
زموږ رسالت دا دی، چي په موسیسه کي د محصلینو د علمي مهارت دقیقه ارزونه وسي، هر محصل ته خپل حق ورسیږي او له دې لاري پر موسیسه باور پیاوړی سي او د وزرات د امتحاناتو د کمېټې لوایح او طرز العلم مطابق ازموني واخستل سي
: موخه
د عملي دقیقي ارزوني په مټ محصلین معیاري زدکړو ته هڅول او له دې لاري ټولني ته مسلکي کادرونه وړاندي کول
: ارزښتونه
د افغانستان د لوړو زدکړو د موسیساتو د لیسانس دورې د لایحې عملي کول
په دوامداره شکل د ټولو ازموینو د صحنو کتل او ارزیابی کول
د قانون په چوکاټ کي د موسیسې لخوا په ګوته سوو، اصولو او مقرراتو ته درناوی کول
د افغانستان د ټولو قوانینو او مقرراتو، په ځانګړي ډول د لوړو زدکړو وزارت ټولو لوایحو، مقرراتو او طرالعملونو ته درناوی کول او تطبیقول
: مقصدونه
د اصولو او مقرراتو بشپړ رعایت
د ازموینو د بهیر معیاري کول او عالي کول
پر موسیسه د محصلینو او ټولني باور لا پیاوړی کول
د محصلینو حق حقدار ته رسول

:د اراکوزيا د لوړو زدکړو موسيسې د ازمويني کمېټې غړي
احمدشاه پاڅون : د کمېټې ریس
اسد الله امین : د کمېټې مرستیال
محمد ظریف هوډمن : د کمېټې غړی
ډاکټر سعید صداقت : د کمېټې غړی
نور الله عزیزي : د کمېټې غړی
سعید الله سجاد : د کمېټې غړی
صفت الله حامد : د کمېټې غړی

اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت د تضمین او لوړاوي د کمېټې مکمله پېژندګلوي ( سریزه، شالید، د کیفیت کمېټه، لیرلید، رسالت، اهداف، ارزښتونه، کاري لایحې او تشکیلاتي چارټ) په [۶] مخونو کښي د مؤسسې د علمي شورا د ( ۱۳۹۸/۱/۱۲) نېټې په (۱) ګڼه پروتوکول ناسته کښي د اعضاوو د اکثریت رایو پخپلولو سره تائید او د اعتبار وړ وګرځېدئ.