د نظم او شکايتونو اورېدو د تنظيم کمېټې مياشتنۍ غونډه ترسره کړه!

د نظم او شکايتونو اورېدو د تنظيم کمېټې مياشتنۍ غونډه ترسره کړه!
۱۴۰۲/۰۷/۲۵ لمريز کال

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د نظم، ډيسپلين او شکايتونو د اوريدلو کمېټې غړو خپله مياشتنۍ نوبتي غونډه ترسره کړه.
د يادې کمېټې غړو د محصلينو د نظم پر جوړښت، د محصلينو ستونزو ته د رسيدني په موخه پر شکايتونو باندي خبري او پريکړې وکړې.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو محصلينو لپاره د ښه نظم رامنځته کولو او د محصلينو ستونزو ته د رسيدني لپاره مياشتنۍ غونډي کوي؛ ترڅو غوره علمي او تدريسي چاپيريال منظم همدارنګه د محصلينو ستونزو ته پر وخت رسيدنه وسي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه