دمعيوب او معلوليت لرونکو وګړو د حقوق پيژندني عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو!

د معيوب او معلوليت لرونکو وګړو د حقوق پيژندني عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو!
۱۴۰۲/۰۷/۲۴ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د سمينارونو په تالار کي د معيوب او معلوليت لرونکو وګړو د حقوقو په تړاو د عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو.

ياد سمينار چي د (PDC) په مرسته چمتو سوی و، د ښاغلي استاد عصمت الله مبارز له لوري د سمينار ګډونوالو ته وړاندي سو.
پدې سمينار کي د معيوب او معلوليت پر پيژندني، ټولنيزو حقوقو، د هغوی سره پر غوره ټولنيز چلند او د همدې موضوع اړوند نور مهم مالومات وړاندي سول.

د يادوني وړ ده، چي په اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې کي د محصلينو د ښه علمي ظرفيت لوړوني په موخه وخت پر وخت علمي او د عامه پوهاوي اړوند سمينارونو وړاندي کيږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه