د نړيوال سیاسي سرحد اړوند عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو!

                                                             ۱۴۰۱/۰۹/۰۵ لمريز کال 

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصلينو ته د نړيوالو سرحدونو (پولو) اړوند د عامه پوهاوي او مالوماتي سمينار وړاندي سو.

دا سمينار چي د PDC یا مسلکي پراختيا آمريت له لوري چمتو سوی و، د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله يعقوبي، د محصلانو چارو مرستيال ښاغلي حافظ عبدالولي رازقي، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي نياز محمد احساس، استادانو او محصلينو پکښي ګډون درلودی.

ياد سمينار چي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د آمر ښاغلي عمران الله زاهدي له لوري چمتو سوی و، ګډون والو ته د نړيوال سرحد پيژندني، ټاکلو مرحلې، حقوقي ارزښت، ډولونه او همدې موضوع اړوند نور اړين مالومات ورکړل سوه.
د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د خپلو استادانو، د ټولني علمي او فرهنګي شخصتونو په مرستي سره د خپلو محصلينو د ښه ظرفيت لوړوني په موخه وخت پر وخت علمي، مالوماتي او د عامه پوهاوي سمينارونه وړاندي کيږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه