د اداري داخلي چارو آرزيابي پيل سوه


۱۴۰۱/۰۹/۱۰ لمريز کال

د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د څارني او آرزوني کميټې له لوري د داخلي اداري چارو سميسټر واره آرزيابي او څارنه پيل سوه.

ياده آرزيابي او څارنه د کميټې د غړو له لوري د اداري فعاليتونو، پلانونو او روانو چارو د څارني پر بنسټ ترسره کيږي، چي موخه د مؤسسې چاري په صحيح شکل مخته وړل او د پلانونو په ښه ډول سره تطبیق کول دي.

دا کميټه به د مؤسسې د معاونيتونو، پوهنځۍ رياستونو، آمريتونو او مديريتونو د چارو آرزونه وکړي، ترڅو هغوی ته کاري تشې په نښه او هم به د چارو ښه مخه وړلو په موخه د اړونده شعبې سره رسمي فيډبک شريک سي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه