د اراکوزیا پوهنتون د بهاري سمسټر د پېل خبرتيا!


د اراکوزیا دلوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا د غونډي چي د ۱۴۰۰ل.کال د غويي د مياشتي پر ۱۹ نېټه دايره سوه، تصميم ونيول سو، چي د نورو ګرمسيرو پوهنتونو د سمسټرونو سره سم د اراکوزیا پوهنتون بهاري سمسټر به هم د اختر تر رخصتيو وروسته د غويي د مياشتي پر ۲۷ نېټه، چي د دو شنبې سره سمون خوري پېل سي، درانه استادان او ګران محصلان دي خبر وي، تر څو پر ټاکلي وخت ټولګيو ته حاضر سي.