
۱۴۰۴/۲/۱۸ هـ لمریز کال
د لوړو زده کړو محترم وزارت دڅارنياو ارزوني راغلي پلاوي د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د روانو علمي او اداري چارو څخه ليدنه وکړه.
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني له لوري راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو او د رهبرۍ شورا غړو پیژندني څخه وروسته هغوی ته د څارني او ارزوني کولو هرکلی وکړ او دوی ته يې د ټولو روانو چارو د روڼتيا او ښې همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي پلاوي د اراکـوزيا لوړو زده کـړو مؤسسې د روانو ټولو چارو څخه تر څارني او ارزوني کولو وروسته د يادي مؤسسې د رهبرۍ، استادانو او کـارکـوونکو پر غوره کاري چارو ترسره کېدو خوښي وښوده او ټولو ته يې په کارونو کي د لا بري هيله وکړه
همدارنګه د اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ غړو د لوړو زده کړو محترم وزارت د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او د دوی راتګ یې په علمي او آکاډمیکو کړنو کي د بریا او پرمحتګ زیری وباله.
د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې اداره تل خپلي علمي او اکـاډميکي چـاري د لوړو زده کړو محترم وزارت د اصولو پر اساس مخته وړي.
په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه