
۱۴۰۴/۲/۱۸ هـ لمریز کال
اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځي استاد ښاغلي صالح محمد هلمندوال په هغه کنفرانس کي چي د سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې له لوري ( په افغانستان کي روغتیایي سیسټم او خدمتونو ته کتنه، ستونزي او حل لاري) ترعنوان لاندي جوړ سوی وو ګډون وکړ
د ښاغلي هلمندوال د مقالې عنوان (روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي لپاره د مالي توان ارزښت) اړوند خپله علمي او څيړنيزه مقاله په همدې کنفرانس کي وړاندي کړل
د یادوني وړ ده چي اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه تل هڅه کوي چي په ملي او نړیواله کچه په ملي او څيړنيزو کنفرانسونو او علمي پروګرامونو کي برخه واخلي ترڅو وکولای سي له دي لاري د ټولني ستونزو ته مناسبي حل لاري ولټوي.
په درنښت
ارکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنیزه څانګه