“مجاهده نفس” مالوماتي سمينار وړاندي سو!

                                            ۱۴۰۳/۰۴/۱۸ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارکوونکو ته د مجاهده نفس د عامه پوهاوي او مالوماتي سمينار وړاندي سو.

ياد سمينار د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د (PDC) مسلکي پراختيا آمريت په همکارۍ او د ارشاد او دعوت آمر حافظ مولوي نیک محمد مستغفر له لوري اداري کارکوونکو ته وړاندي سو.

پدې سمينار کي د مجاهدې مطلب، په انساني خواهشاتو کي خوند نسته، خوند او اطمنان قلبي د الله ج په ذکر کي دی، د اصلاح نفس اصول او نور مهم مالومات وړاندي سول.
د يادوني وړ ده چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري خپلو کارکوونکو ته په بېلا بېلو برخو کي د عامه پوهاوي او مالوماتي سمينارونه وړاندي کوي، ترڅو د هغوی په علمي ظرفيت کي غني والی راولي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه