پسرلني سمسټر فاينل آزمويني پيل سوې.

                                            ۱۴۰۳/۰۳/۰۶ لمريز کال  

نن د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب، حقوق او سياسي علوم همدارنګه د ښووني او روزني پوهنځۍ د (۱۴۰۳) پسرلني سمسټر فاينل آزمويني پيل سوې.

د يادو ازموينو د پيل په مناسبت د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي او ورسره مل پلاوي د آزمويني د صحنې څخه ليدنه وکړه.
په يادې ليدني کي د استادانو څخه د آزمويني اصولو ساتني او پر شفافيت ټينګار وکړ همدارنګه محصلينو ته يې د ښه بري هيله څرګنده کړه.

د يادوني وړ ده چي د اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري او ازمويني کمېټې د غړو له لوري به وخت پر وخت د صحنو څخه نظارت کيږي، چي موخه ترې آزمويني د ټاکل سوي اصولو او طرزالعمل مطابق اخيستل وي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه