د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي او اداري غړو د قران، کتاب او کتاب لوستني په نندارتون کي برخه واخيستل.

                                          ۱۴۰۳/۰۳/۰۱ لمريز کال

تيره ورځ د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او اداري غړو تر څنګ محصلينو د قرآن کريم، کتاب او کتاب لوستني په نندارتون کي ګډون وکړ.

په ياد نندارتون کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مطالعې لپاره دا ګام يو نوښتيز علمي، ادبي او فرهنګي فعاليت ياد کړ، نوموړي د هلمند ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست د رئیس ښاغلي حافظ راشد هڅي وستايلې او د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د لوري پدې او نورو علمي، ادبي او فرهنګي فعاليتونو کي يې ورسره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د کيفيت لوړاوي آمر ښاغلي پوهنيار نذير احمد رښتيني د نندارتون ټولو ګډونوالو ته د مطالعې پر ارزښت، ګټو او په ذهني پراختيا کي د مطالعې پر اهميت باندي وينا وکړه همدارنګه نوموړي ټولو ګډون والو ته د ښې او دوامدارې مطالعې کولو پيغام وړاندي کړ.
د نندارتون په يوې څنډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ته د ښه فرهنګي فعاليت په موخه کتاب ډالۍ کړ همدارنګه د ښاغلي حافظ راشد له لوري بیا په نندارتون کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د استادانو، کارکوونکو او محصلينو د ښه ګډون په پار کتاب هم ډالۍ کړ.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه