د سيرت النبي (ص) سيالۍ پايللي اعلان سوې.

                                          ۱۴۰۳/۰۱/۰۷ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د هلمند په سطحه مخکي د سيرت النبي (ص) سيالۍ اخيستل سوې وه، نن د يوې شانداره غونډي په ترڅ کي اعلان کړې.

په يادې غونډي کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، د مؤسسې مرستيالانو، علمي او اداري غړو, رابلل سوي درانه مېلمانه، د سيالۍ ګډون کوونکو او محصلينو ګډون درلود.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئيس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني د غونډي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ په ټولنه کي د مؤسسې علمي، اسلامي او ټولنيز رسالت بیان کړ، نوموړي د سيالۍ پر روڼتیا ټينګار ياد کړ، هغه زياته کړه، چي ستاسو په دې سيالۍ کي ګډون د يوه اړخ له مخي علمي مالومات او بل اړخ له مخي بیا تاسي د سيرت النبي (ص) په لوستني اجرونه هم ترلاسه کړل همدارنګه نوموړي ټولو بريالي ګډون والو ته مبارکي وويل او ټولو ته يې د لوستني او مطالعې کولو سپارښتنه وکړل. هغه د سيالۍ (10) غوره بريالي ګډونوالو ته په اراکوزیا لوړو زده کړو مؤسسې کي په (50%) سلنه تخفیف سره د زده کړو کولو زيری ورکړ.

پدې سيالۍ کي لومړی مقام د هلمند ولايت د غربي لښکر بازار ليسې د (۱۲) ټولګي زده کوونکي ښاغلي رفيع الله ولد عبدالرحمن ګټونکی سو.

د يادونې وړ ده، چي پدې سيالۍ کي لومړي او دوهم مقام ته کمپيوټر، دريم، څلورم، پنځم او شپږم ته تليفون، اوم او اتم مقام ته ساعتونه همدارنګه نهم او لسم مقام ته تفاسير شريفونه ورکړل سوه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه