د کمپيوټر کورس لومړنۍ دوره فراغت غونډه ترسره سوه!

۱۴۰۲/۱۰/۲۳ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د کمپيوټر زده کړې يوه مياشتني کورس لومړنۍ دورې فراغت غونډه ترسره سوه.

په غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله يعقوبي، د مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، د طب پوهنځی رئیس ښاغلي ډاکټر سردار ولي صالحي، اداري مديرانو، د کمپيوټر کورس فارغینو او د هغوی کورنۍ غړو ګډون درلود.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت يعقوبي ټولو محصلينو او د هغوی کورنۍ غړو ته د فراغت مبارکي وويل، نوموړي ټولو محصلينو ته ډاډ ورکړ، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې پر آدرس به ټولو هيوادوالو ته د علمي خدمتونه کيږي، تاسي ته چي دلته کوم امکانات برابر دي، د ټولو څخه ګټه واخلی، ځان په علم سمبال کړی، تعليم کول ستړيا نه بلکي د ځان، کورنۍ او هيواد ته راحت او جوړونه ده، هغه د ياد ښوونيز کورس استادانو څخه مننه وکړه، چي د دوی په علمي زيار باندي همدغه ځوانان د کمپيوټر په زده کړه سمبال کړل.

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي د کمپيوټر کورس ټولو فارغينو ته مبارکي وويل، نوموړي د ياد کورس پيلېدو څخه موخه د محصلينو علمي ظرفيت لوړول او د هغوی د ښې راتلونکي جوړونه ياده کړه، هغه محصلينو ته د همدې سلسلې جريان او د نورو برخو کورسونو پيلېدو ډاډ ورکړ، هغه په خپلې وينا کي د کورس ښوونکو د علمي زيار او غوره تدريس څخه د مننليک پر ورکړې مننه وکړه.

د ياد ښوونيز کورس څخه فارغ ښاغلي حمدالله صدام د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس، مؤسسې رهبري او د کورس تدريس کوونکو څخه مننه وکړه، چي د دوی په ظرفيت لوړولو کي نه هیریدونکې همکاري ورسره وسوه، هغه وويل چي زموږ زياتره محصلان او ملګري د کمپيوټر زده کړه نه درلودل، موږ د سمينار جوړولو، سمينار وړاندي کولو، برېښناليک ليږلو حتا ځينو د کمپيوټر روښانه کول لا زده نه وه، هغه د پردې تر شا اقتصادي کمزورتيا او امکاناتو نشتون ياد کړل، نوموړي زياته کړه چي اوس الحمدلله موږ ددې کورس او استادانو پر مټ توانېدلو چي (Word, Power Point & Internet) ورډ، فاورفاينټ او انټرنيټ کارول او ډير نور څه زده کړل، هغه د اراکوزيا مؤسسې له مؤسس او رهبري څخه غوښتنه وکړل چي دېته ورته نور پروګرامونه چمتو کړي، ترڅو د هغوی په علميت او زده کړې کي لا غني والی راسي.

د يادوني وړ ده، همدا کورس يوه مياشت وړاندي راپيل او نن د تصديق پاڼې په ورکړې سره يې لومړنۍ دوره پای ته ورسېده.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه