۱۴۰۲/۱۰/۰۹ لمريز کال
د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب، حقوق او ښووني او روزني پوهنځيو محصلينو د خزاني سمسټر وروستۍ آزمويني پيل سوې.
دا آزمويني د لوړو زده کړو وزارت د نصاب او طرزالعمل مطابق همدارنګه د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا د پريکړي او د آزمويني کميټې د آزمويني اخيستني طرزالعمل مطابق را پيل سوې.
د آزمويني صحنې بهير څخه د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي او د آزمويني کمیټې غړو له لوري څارنه ترسره سوه.
د يادوني وړ ده، چي دا آزمويني به د ټاکل سوې مهالويش مطابق اخيستل کيږي، چي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رهبري او آزمويني کميټې له لوري به يې وخت پر وخت څارنه کيږي.
په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه