مياشتنۍ علمي شورا غونډه داېره سوه!

                                            ۱۴۰۲/۱۰/۰۲ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا غړو ترمنځ خپلمنځي نوبتي مياشتنۍ غونډه داېره کړه.

پدې غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، مالي او اداري مرستيال ښاغلي انجنير محمد اسماعيل ظاهر، پوهنځيو رئیسانو او اداري واحدونو آمرينو او مديرانو ګډون درلود.

ددې مياشتني په علمي شورا کي لومړی د تيري مياشتي اداري واحدونو کاري راپورونو ته اشاره، خزاني سميسټر وروستي آزمويني نيټې، محصلينو علمي سير، ربعواره راپورونو، استادانو پر ګمارنو او يو شمېر نورو موضوعاتو باندي بحث او پريکړې وسوې.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه