مياشتنۍ علمي شورا غونډه ترسره سوه!

      No Comments on مياشتنۍ علمي شورا غونډه ترسره سوه!

مياشتنۍ علمي شورا غونډه ترسره سوه!

                                          ۱۴۰۲/۰۷/۳۰ لمريز کال   

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري غړو له لوري نوبتي مياشتنۍ علمي شورا غونډه ترسره سوه.

پدې غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس ښاغلي ډاکټر عصمت الله يعقوبي، مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، د مؤسسې مرستيالانو، د پوهنځۍ رئیسانو او د څانګو آمرينو پکښي ګډون درلود.

ددې مياشتي په علمي شورا غونډه کي لومړی د تیري علمي شورا او د اداري فعاليتونو میاشتني راپورونه وړاندي سوه همدارنګه د محصلینو پر راتلونکي شل سلنه (۲۰%) ازموینو، د څیړنیزي مجلي پر کارونو، د کلني څار راپور پر تائيد، ستراتیژیک پلان آروزني، د نوي پلان جوړوني پر پروسې او یو شمیر نورو مهمو علمي چارو او موضوعاتو باندي بحث ترسره سو.

د یادوني وړ ده، چي اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسه هره میاشت علمي شورا غونډه ترسره کوي، چي د مؤسسې پر روانو اړينو علمي مهمو موضوعاتو باندي بحث او پريکړې کیږي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه