بُست پوهنتون محصلينو د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې څخه ليدنه وکړه!

۱۴۰۲/۰۳/۱۶ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د بُست پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصلينو او محترمو استادانو ته د علمي راتګ لپاره د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقي کلنيک، کتابتون، لابراتوار او اداري برخو څخه ليدنه وکړه، او په يادو برخو کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معياري روان علمي بهير مالومات ورسره شريک کړل.

په دې علمي سير کي د بست پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئیس ښاغلي نورالله عزيزي د اراکوزيا لوړو زدکړو مؤسسې د علمي چوپړونو او محصلينو ته د علمي سير زمينې برابرولو څخه مننه وکړه همدارنګه ښاغلي عزيزي وويل چي بُست پوهنتون او اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسه د هيواد او په ځانګړې توګه د هلمندي ځوانانو د ښې روزني او ټولني ته د ښه علمي کادرونو وړاندي کولو تر څنګ هيواد ته په خدمت کولو علمي بنسټونه ياد کړل.

اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه او بُست پوهنتون د علمي تجربو د شريکولو په ګډو همکاريو م پنځه کلن هوکړه ليکونه لري، چي د هغو د تطبيق په ساحه دوه اړخيزه ناستي او همکارۍ سره کوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
نشراتي څانګه