د طب پوهنځی محصلينو ته په کمپيوټر کي عملي زده کړه ورکړل سوه!

                              ۱۴۰۲/۰۲/۱۶ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی لومړي سميسټر محصلينو ته په کمپيوټر ليب کي د Office په MS Word پروګرام کي عملي زده کړه ورکړل سوه.

د ياد پروګرام مخکنۍ برخه نظري ويل سوې وه، چي نن ورته د Word پروګرام اداري کار کولو په تړاو عملي زده کړه ورکړل سوه، چي دا زده کړه د محصلينو سره د هغوی په راتلونکي اداري کاري چاپيريال کي اغيزمنه او ګټوره تماميږي.

درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه