خزاني سميسټر فاينل ازمويني پيل سوې


۱۴۰۱/۱۰/۰۳ لمريز کال

نن د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب، حقوق او سياسي علوم همدارنګه د ښووني او روزني پوهنځۍ د خزاني سميسټر فاينل ازمويني پيل سوې.

د يادو ازموينو د پيلېدا لپاره د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني له لوري محصلينو ته د صحنې اصولو ساتني او پر شفافيت ټينګار وکړ او محصلينو ته يې د ښه بري هيله څرګنده کړه.

د يادوني وړ ده د ازموينو پر روان بهير باندي د مؤسسې علمي مرستيال ښاغلي انجنير صفي الله يعقوبي او د ازمويني کمېټې غړو له لوري نظارت هم ترسره سو، چي موخه ترې ازمويني د ټاکل سوي اصولو او طرزالعمل مطابق اخيستل و.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه