د کمېټو د مسؤلينو ناسته رابلل سوې وه.


۱۳۹۹- ۶- ۱۶
د اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسې د رئيس پوهنيار عبدالمنان سلطاني په مشرۍ د کمېټو د استازو ناسته رابلل سوې وه.
په دې ناسته کي د بېلابيلو کمېټو استازو ګډون کړی وو چي د کمېټو په ادرس يې د خپلو تېرو کارکردګيو او برياليتوبونو په اړه راپورونه وړاندي کړه.

د مجلس رئيس ښاغلي سلطاني وويل چي ټولي کمېټې بايد د خپلي کاري لايحې مطابق عملياتي پلانونه ترتیب او منظم جلسات وکړي.

استاد بصيرالحق عادل هم د کمېټو د چارو څخه د نظارت او ارزوني د کمېټې په ادرس وويل چي په نږدې راتلونکي کي به د يوه چک ليست له مخي -چي محتوا يې حاضر مجلس ته وړاندي سوه- ارزيابي وسي چي مطلوبي پايلي به په را روانه علمي شورا کي هم شريکي کړي.
#رسنيزه_څانګه