د ۱۴۰۴ کال لومړی علمي شورا غونډه دایره سوه !

۳۰/۱/۱۴۰۴ هـ لمریز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شورا غړو ترمنځ د حمل مياشتي غونډه دایره سوه.
ددې مياشتي په علمي شورا کي د اراکـــــــوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال محمد ولي ولي، مالــــــي او اداري مرستيال صالح محمد هلمندوال، پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرينو او مسؤلينو ګډون درلود.
په دې علــــــــمي شورا کي د تيري مياشتي پر راپورونو، د مؤسسې دکارمندانو د ظـــــــرفیت لوړوني اړوند ورکشاپونواو يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو باندي بحث او لازمي پريکړې وسوې

د یادوني وړ ده چي اراکوزیا د لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا په هره میاشت کي خپلي غونډي په مسلسل ډول دایروي او پر مهمو موضوعاتو پریکړي کوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه