د ۱۴۰۳ کال وروستۍ علمي شورا غونډه تر سره سوه!

۳۰/۱۲/۱۴۰۳ هـ لمریز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۳ کال وروستۍ علمي شورا غونډه ترسره سوه.

ددې مياشتي په علمي شورا کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال محمد ولي ولي، محصلانو چارو مرستيال ښاغلي شاه محمود مطمين، مالي او اداري مرستيال ښاغلي صالح محمد هلمندوال، پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرينو او مسؤلينو ګډون درلود.
په یاده غونډه کي د مؤسسې د رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، آمرینو،د مؤسسې کمېټو د ۱۴۰۳ کال پر کلنیو راپورونو، د ۱۴۰۴ کال پر عملیاتي پلانونو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هر اړخیزه ډول بحث وکړ او تربحث وروسته یاد پلانونه او راپورونه د علمي شورا له لوري تائید او تصویب سو

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه