د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې لرليد او ماموريت اداري کارکوونکو او محصلينو ته وړاندي سو!

                                      ۱۴۰۳/۰۹/۲۷ هـ لمريز کال
                                      ۱۳۴۶/۰۶/۱۵ هـ قمري کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د پلان او پاليسي جوړوني آمر ښاغلي قاري مولوي عبدالاحد موحدي له لوري اداري کارکوونکو او محصلينو ته د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې نوی لرليد او ماموریت وړاندي سو.

د يادوني وړ ده، چي د اراکوزيا لـوړو زده کـړو مؤسسې د سـتراتيژيـک پـلان جـوړونـي کميټې له لـوري د مـؤسـسې راتلونکي پنځه کلن فعاليت لپاره لرليد او ماموريت چمتو او د لوړو زده کړو وزارت له لـوري تائيد سو، چي ياد لرليد ته د رسېدني پر بنسټ به د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې اداره خپل علمي ماموريت ترسره کوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه