د علمي مقالې ليکني سمينار وړاندي سو!

                                       ۱۴۰۳/۰۹/۲۶ هـ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو تـه د علمي مقالې ليکني سمينار وړاندي سو.

پدې سمينار کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، د مؤسسې مرستيالان، پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرينو، استادانو او اداري مديرانو پکښي ګډون کړی و.

دا سمينار د مسلکي پراختيا مرکز په همکارۍ چمتو او د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي له لوري وړاندي سو.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه