۱۴۰۳/۰۹/۰۱ هـ لمريز کال
د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري او علمي شورا
غړو ترمنځ د لړم مياشتي علمي شورا غونډه ترسره سوه.
پدې علمي شورا غونډه کي د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنيار عبدالمنان سلطاني، علمي مرستيال ښاغلي محمد ولي ولي، محصلانو چـارو مرستيال ښاغلي شاه محمود مطمين، پوهنځی رئيسـانو، څـانګو آمـرينو او مديرانو ګډون درلود.
ددې مياشتي په علمي شورا کي د تيري مياشتي پر کاري راپورونو او لاسته راوړنو، د اسـتادانو پر ځان آرزوني، بېلابيلو ادارو سره پر دوه اړخيزو همکاريو هوکړه ليکونو، استادانو علمي مقالو، يو شمېر طرزالعملونه او پاليسۍ تائید همدارنګه نورو مهمو موضوعاتو باندي بحث او لازمي پريکړې ترسره وسوې.
په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه