محصلينو ته د اسلامي آدابو اړوند مالوماتي او عامه پوهاوي سمينار وړاندي سو!


۱۴۰۳/۰۷/۱۴ لمريز کال

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی محصلينو ته د اسلامي ادابو اړوند عامه پوهاوي او مالوماتي سمينار وړاندي سو.

ياد سمينار د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي حافظ مولوي نيک محمد مستغفر له لوري محصلينو ته وړاندي سو.
پدې سمينار کي محصلينو ته د اسلامي اداب پيژندني، اخلاقو مراعت کولو او د مسلمانانو ترمنځ د اړيکو په رامنځته کولو، ساتلو او ژوند کولو يې اغيز او يو شمېر
نورو مهمو برخو مالومات وړاندي سول.

د يادوني وړ ده، چي اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه د خپلو محصلينو د علمي او مالوماتي ظرفيت لوړوني په موخه وخت پر وخت بېلا بيل سمينارونه وړاندي کوي.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه