د کيفيت لوړاوي او اعتبار اخيستني د (۱۱) ګونو معيارونو تفسير ورکشاپ وړاندي سو!

                                              ۱۴۰۳/۰۷/۱۴ لمريز کال 

د اراکوزيا لوړو زده کړو مؤسسې د علمي او اداري غړو ته د کيفيت لـوړاوي او اعتـبار اخيستنـي (۱۱) ګونو معـيارونو د تفسير شپږ ورځنی ورکشاپ وړاندي او پای ته ورسېد.

دا ورکشــاپ د مسـلکي پراخـتيا مـرکـز په همـکاري د کيفيت لوړاوي آمر ښاغلي استاد پوهنيار نذير احمد رښتيني له لوري استادانو او اداري کارکـوونکـو ته په شپـږ ورځني ډول سـره وړاندي سو، چي موخه يې د کيفيت لوړاوي د (۱۱) ګونو معيارونو تفسير او دا برخه پیاوړې کول وه.

په درنښت
اراکوزيا د لوړو زده کړو مؤسسه
خپرنيزه څانګه